IEA VBIED attack on Paktia Police Headquarters in 2017

IEA VBIED attack on Paktia Police Headquarters in 2017

په پکتیا کې د زون دځانګړی قطعې په قومندانۍ فدايي بریدونو لسګونه پولیس ووژل د منصوري عملیاتو په جریان کې نن سهار شاوخوا ۶ بجې او شل دقیقې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د پولیسو د زون د ځانګړی قطعې په قومندانۍ لومړی د قوي موټر بم په وسیله لوی فدایی برید ترسره شو، وروسته ګڼ شمیر په سپکو او درنو وسلو سمبال فدايي مجاهدین د قومندانۍ مرکز ته ننوتل. د معلوماتو په اساس د لومړني موټربم په برید کې د قومندانۍ دننه ۵ بلاکونه اکثره نړيدلي او په کې ميشت له سلو ډيرپولیس وژل شوي او ټپيان دي. بیا چې کله نور فدايي مجاهدین دقومندانۍ دننه داخل شول، هغه باقي پاتې مړژوانده پولیس يې هم ووژل چې او س مهال په ۵ بلاکونو کې يې هيڅ پوليس هم ژوندی نه دي پاتی. فدايي مجاهدین له بهر څخه د راغلو مزدورو عسکرو او پولیسو سره په جګړه بوخت دي. سیمې ته د دښمن لسګونه امبولانسونه هم رسیدلي، خو د قومندانۍ په دننه کې فدايان دي، څوک ننوتلی نشي. په دې اړه وروستي معلومات به وروسته خپاره شي. ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۱۴۳۸/۹/۲۳هـ ق ۱۳۹۶/۳/۲۸هـ ش ــ 2017/6/18م

Source: https://justpaste.it/17zme

IEA VBIED attack on Paktia Police Headquarters in 2017 1

Hamid Karzai

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top